د ۱۴۴۶ کال د ربیع الاول ۱۴ مه – د افغانستان بانک د مالي رپوټونو او معاملو د شننې مرکز لوی آمر ښاغلي جمال ناصر رئوفي په مشرۍ د قانون رعایتولو د همغږۍ کمېټې لسمه غونډه د افغانستان بانک د عالي شورا په تالار کې جوړه شوه.
د غونډې په پیل کې ښاغلي رئوفي وویل چې د قانون رعایتولو د همغږۍ کمېټې موخه د ګډو هڅو او متقابلو همکاریو ښه والي، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د اړوندو پرېکړه لیکونو عملي کول، د بانکي سکتور په کچه د تخنیکي نیمګړتیاوو په ګوته کول، د مناسبو حل لارو چارو وړاندیز، د قانوني چوکاټ اغیزمن تطبیق او په دې برخه کې د مالي رپوټونو او معاملو د شننې مرکز ژمن دی ترڅو د بانکی سکتور د اعتبار او خوندیتوب پیاوړي کولو لپاره اغېزناکې هڅې وکړي او دا موضوع تر ډیره بریده د اړوندو ادارو او د سکتور د مسئولینو د نږدې همکاریو پورې تړاو لري.
په دې ناسته کې د اجنډا سره سم، د مالي رپوټونو او معاملو د شننې مرکز ته د راستول شوو مالي رپوټونو د کیفیت څرنګوالي، په بانکونو کې په هراړخیزه او اغېزناکه توګه د خطرونو د ارزونې او تطبیق، د سوداګریزو بانکونو له لوري د افغانستان بانک د قوانینو، مقرراتو او متحدالمال لیکونو سره سم د بانکي خدمتونو وړاندې کولو او بانکي آسانتیاوو د رامنځته کولو او نورو مهمو موضوعګانو په اړه بحث ترسره او د غونډې د ګډونوالو پوښتنو ته ځوابونه وویل شول.
د يادونې وړ ده چې په دې غونډه کې د بانکونو ټولنې رئيس، د افغانستان بانک د بانکي څارنې او مالي خدمتونو لوي آمریت مرستیال، د ګواښونو او قانون رعایتولو لوي آمریت مرستیال، د سوداګریزو بانکونو او په هېواد کې د بهرنیو بانکونو د قانون رعایتولو د څانګونو مسئولینو ګډون درلود.